په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند کې دوه هټۍ د بي بي سي نامه پر سر لانجه لري

که د بي بي سي نوم اورئ نو د خبرونو، راديو، تلويزيون او وېبپاڼو انځور به مو ذهن ته درځي خو په هند کې د بي بي سي نامه پر سر يو رستورانت او ډوډۍ پخلنځی يو د بل پر وړاندې محکمې ته تللي دي.

اصلي بي بي سي يې ترمنځ غلې پاتې ده.

دې ویډیو کې هند ته ځو چې د بي بي سي د نامه حال په کې څه دی.