په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بریتانیا ټاکنې: سکاټلنډ کې ملتپاله ګوند برلاسی ښکاري

سبا نه بله ورځ بريتانويان په پارلماني ټاکنو کې رايې ورکوي. سکاټلنډ د بریتانیا په پارلمان کې ۵۹ څوکۍ لري.

په سږنیو ټاکنو کې یوه د پام وړ خبره د سکاټلنډ د قامپاله ګوند (اېس اېن پي) رادبره کېدل دي چې د نظرپوښتنو له مخې په سکاټلنډ کې تر نورو ګوندونو مخکې دی.

زموږ همکار حمید قيومي په سکاټلنډ کې د ملتپاله ګوند د پرمختګ لاملونه گوري.