په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افریقايي کډوال د مرګ له ګواښ سره مخ دي

له هغه سره سره چې د اروپا د پوله ساتونکي پوځ په بودیجه کې ډېروالی راغلی دی له مدیترانې د راتلونکو کډوالو په شمېر او په سمندر کې د دې کسانو په مرګ ژوبله کې کوم تغیر نه دی راغلی. په یوې وروستۍ قضیه کې ماشومانو ساتونکې اداره وايي په زرګونه کسان چې بېړۍ یې ډوبه شوې مړه شوې دي. په دې رپوټ کې تر خطرناک سمندري سفر وړاندې افريقا کې د قاچاقېدونکو کسانو حالت وينو.