په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فرخُندې څلور وژونکي په اعدام محکوم شول

په افغانستان کې يوې لومړنۍ محکمې د فرخندې د وژنې په قضیه کې ۴ تورن کسان په اعدام محکوم کړل، ۸ تنه په ۱۶ کاله بند محکوم شوي او ۱۸ نور یې بې ګناه وبلل شول. دغه حکم وروستی نه دی او تورن کسان کولی شي د استناف غوښتنه وکړي. شاوخوا ۵۰ ورځې مخکې قهرجنو کسانو په کابل کې په دې تور، چې ګواکې فرخندې قرآن کریم سېځلی هغه ووژله او ویې سېځله.