په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسې د استخباراتي څار واک لا ډېر کړ

د فرانسې پارلمان استخباراتي ادارې ته لا ډېر واکونه منلي دي. اوس به امنیتي چارواکي وکولی شي پرته له دې چې له یوه قاضي اجازه واخلي پر یو چا څار وکړي. انټرنټي شبکې به هم مجبوره وي چې د خلکو مشکوک فعالیتونه وڅاري. د دې قانون موخه د ترهګریزو بریدونه مخنیوی دی خو ځینې اندېښمن دي چې دا په لویه کچه او بې له کوم کنټروله څار ته لار هواروي.