په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

" طالبان وايي د ښځو حقونه به خوندي وي"

ملالۍ شینوارې چې د ولسې جرګې غړې وه او د قطر په کنفرانس کې یې د طالبانو له استازو سره کتلي وايي د دې د تمې پرخلاف طالبانو له دې سره د ښځو پر حقونو خبرې کړي. مېرمن شینوارې وايي طالبانو له دې ژمنه کړې کوم بدلون چې دوی په اساسي قانون کې غواړي، د ښځو د حقونو کمول به یو له هغو نه وي.