په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خبرو لپاره روسیې ته رسېدلی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري له هغه راهيسې چې تېر کال په اوکراين کې کړکېچ پيل شوی، روسيې ته لومړی سفر کوي.

دی به خپل دې سفر کې د روسيې له ولسمشر ولادېمير پوتين سره هم ګوري.

ښاغلی کېري به روسيه د اوربند پر پلي کولو هڅوي، چې په وار وار ترې سرغړونه شوې ده.

فکر کېږي چې له ايران سره اتومي خبرې، او هم په سوريه او يمن کې د جګړې حالت به د دوی د خبرو اجنډا کې ځای ولري.