په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم روغتیا

په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون پر مهال مري خو شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې دغه شمېره تر دې هم ډېره لوړه وه.

د نرس قابلوو زیاتېدو د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم ۸۰ سلنه میندې او ماشومان روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

زموږ همکاره نجما ځلا پرې له کابله رپوټ راکوي.