په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کب نیوونکو : که کډوال ډوبېدل مرسته مه کوِئ

د اروپايي ټولنې د بهرنیو او دفاع وزیران برسلز کې سره ویني ، تمه ده دوى هغه ماموریت ومني چې له مخې به یې له لیبیا اروپا ته د انسان قاچاق وړونکې بېړۍ ویجاړي شي. په دې پلان کې په نړیوالو اوبو کې د استخباراتي معلومات را ټولول او پوځي عملیات هم شامل دي.

په عین حال کې، د نړۍ په بله برخه ، د انډونیزیا په لنګاسا بندري سیمه کې کب نیوونکو بي بي سي ته ويلي چې چارواکو خبرداری ورکړی و چې که کډوال ډوبېدل هم مرسته دې نه ورسره کوي. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې له یوې ډوبېدونکې بېړۍ له لوږې نیم ژواندي کډوال وژغورل شول.