انځورونه: دایکندي کې تر شنه اسمان لاندې ټولګي

د افغانستان په مرکزي دایکندي ولایت کې د زده کړې په برخه کې ستونزې تر ډېره نه دي حل شوې.

نژدې څوارلس کاله مخکې دایکندي کې نژدې ۶۰ ښوونځي وو، خو اوس یې شمېر ۳۷۶ ته لوړ شوی، چې ۲۰۰ یې هېڅ ودانۍ نه لري.

زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې د ونو په سیوري، د دېوالونو ترڅنګ یا کرايي او یا هم ویجاړو شویو ودانیو او کورونو کې زده کړې کوي.

دایکندي کې هر کال تقریباً د ۳۰۰۰ او ۴۵۰۰ ترمنځ د دولسم ټولګي زده کوونکي فارغېږي.

دغه غرنی ولایت ډېرې ستونزې لري، چارواکي وايي، ښوونځیو ته رسېدل ډېر ستونزمن دي.

په دغو ښوونځیو کې د ښوونې لومړني امکانات هم ډېر کم دي.

دا مهال ۱۶۳ زره زده کوونکي چې ۴۴ یې نجونې دي، دایکندي کې زده کړې کوي.

تر ۱۳۸۴ کال پورې د دایکندي ولایت په هېڅ ښوونځي کې لیسانس لرونکی ښوونکی نه و. دا مهال د ښوونکو د تحصیل کړه لوړه شوې، خو د ښوونکو د شمېر په برخه کې بیا هم کمی دی.

په ښځینه ښوونځیو کې د ښځینه ښوونکو کمښت هم یوه بله ستونزه ده.

د دایکندي ولایت د ښوونځیو لپاره جوړې شوې ودانۍ نیمګړې پاتې شوې دي.

د دایکندي سرپرست والي بي بي سي ته وویل، په تېرو پنځو کلونو کې یو ښوونځی هم د ښوونې وزارت له خوا نه دی جوړ شوی.

دایکندي ولایت نسبتاً ارام ولایت دی، چې په وروستیو کې یوازې یو ښوونځی د امنیتي ستونزو له کبله بند شوی و.