په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هغه ښار چې هدیرې یې په تنګېدو دي

اوس هم هغه ښار ته ځو چې وايي په کرايې د کور تر موندلو د قبر لپاره د خاورې پيدا کول په کې گران دي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد يادوم.

که په اسلام اباد کې څوک ومري نو يا بايد د دغه ښار پېژندپاڼه ولري او يا هم د لوړو پوړو چارواکو سپارښتنه ورسره وي چې د يوه قبر مځکه ومومي.

له نورو سيمو ورغلي په کې د خپلو مړو لپاره ځاى نه مومي.

يوه داسې ستونزه ده چې راتلونکي کې ښايي نور ښارونه هم ورسره مخامخ شي.