په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جي ۷ ډله پر اقلیمي بدلون او توندلارۍ غږېږي

جرمني کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران خبرې کوي.

د اجنډا په سر کې یې اقليمي بدلون او توندلاري هغه موضوع ګانې دي چې دوی به پرې بحث کوي.

کوربه مشره، د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل غواړي دغه ډله پر دې سلا شي چې د تودوخې لوړېدا له صنعتی زمانې مخکې کچې دوو درجو دننه وساتي. دې خبرو کې د نايجېريا او تونس مشران د توندلارۍ په اړه ځانګړو غونډو کې برخه لري.