په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ډیورنډ ته څېرمه خوندي افغان ولسوالي

وزيرستان ته نږدې له ډېورنډ کرښې سره پرته سيمه ښايي ډېرو ته وار له واره د ناامنۍ انځور ورکړي.

خو د خوست ځاځي ميدان ولسوالي د ځايي خلکو په وينا د ناکراريو په اوج کې هم کراره وه.

د امن لوى دليل يې ولسي جوړښت او يووالى دى. خو د دغې بې وزلې ولسوالۍ خلک له چارواکو غواړي چې د بيا رغونې کارونو ته په کې مخه وکړي.

زموږ همکار الياس وحدت يې ليدو ته ورغلى و.