په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ترکیې ولسمشر اردوغان لپاره د حکومت جوړولو ننګونې

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وروسته له هغه د ارامۍ غږ کړی، چې د عدالت او پرمختيا ګوند يې په پرونيو ټولټاکنو کې په تېرو ديارلسو کلونو کې لومړی ځل اکثريت له لاسه ورکړی دی.

هېڅ يو سيال يې هم نه دی سلا شوی، چې له ګوند سره یې دې ائتلافي حکومت جوړ کړي.

په يو بدلېدونکي منځني ختيځ کې د ترکیې ارزښت خورا زيات دی.