په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسه کې د افغان او افریقايي کډوالو د کمپ حالت

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د اروپا سوېل ته د راسېدونکو کډوالو په شمېر کې ډراماتیک ډېروالی راغلی دی چې وايي پر ځايي خلکو ډېر فشار اچوي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې سږ کال۱۰۰ زره خلک له شمالي افریقا د مدیترانې له سمندره را تېر شوي دي.

ډېر یې ایټالیا او یونان کې دي خو ځینې یې شمال خوا ځي چې د فرانسې کلېس او له هغه ځایه بریتانیا ته لاړ شي.