په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ساینس پوهانو له خوا د نوې پاکې انرژۍ موندنې هڅې

ساینسپوهان او اقتصاد پوهان وايي پاکه انرژي موندل تر ټولو ګرانه ننګونه ده چې ساینس ورسره مخامخ دی.

دوی د ننني وخت لپاره اپولو ته ورته د یوه ماموریت غږ کوي.

د۱۹۶۰ - ۷۰ مو کلونو د اپولو پروګرام د امریکا تر ټولو ځیرک فکرونه بوخت کړل چې فضا ته انسان ولېږي.

اوس سایسنپوهان وايي هماغسې یوه هڅه پکار ده چې په یوه لسیزه کې دننه نوې پاکه انرژي تر سکرو ارزانه کړي.