په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بریتانیا کې د ځوانانو تر منځ یا د لږ او یا هم ډېرو خوړو ستونزه

وروستۍ شمېرې ښيي چې په ډېرو هېوادونو کې ځوانان يا د لږ او يا هم د ډېرو خوړو په ستونزه اخته دي.

په تېرو درو کلونو کې روغتون ته د تلونکو هغو کسانو شمېر دوه برابره شوی چې له لږ خوراکه رنځېږي.

دلته بریتانیا کې د ارواپوهانو شاهي کالج وايي دلیل یې ښايي دا وي چې د خواله رسنیو ښکلي عکسونه پرې فشار اچوي چې ځان هغه ډول کړي.