په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کونړ هغه لامبوزن چې له سینده یې تر ۵۰۰ مړي را ایستلي

د افغانستان د کونړ یوه اوسېدونکي له سينده تر ٥٠٠ ډېر مړي تر اوسه را ايستلي دي.

دغه کس بي بي سي پښتو تلویزون ته ویلي دا يې روزګار ګرځېدلی. کله چې له سینده مړي راوباسي د هغو کورنۍ ورسره نغدي مرسته کوي.

دى هيله لري چې خلک د لامبو پر وخت احتياط وکړي او که يې لامبو نه وي زده له سيندونو دې لرې گرځي.

زموږ همکار سیدعبدالله نظامي څو شېبې د کونړ سیند په څنډو کې له دغه ماهر شوي لامبوزن سره ګرځېدلى او پرې رپوټ لري.