په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان طالبانو ولې اوس د اسلامي دولت ډلې مشر ته لیک استولی؟

افغان طالبانو په لومړي ځل د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر ابوبکر بغدادي ته يو ليک استولى او له هغه يې غوښتي چې په افغانستان کې له طالبانو سره د موازي ډلې له جوړولو لاس واخلي.

رسنيو ته په استول شوي دې ليک کې طالبانو ويلي د افغانستان ځانگړنو او ارزښتونو ته پام سره يوازې دوى د دې جوگه دي چې دې هېواد کې د دوى په خپلو ټکو د تېري کوونکو په وړاندې د روانې مبارزې مشري وکړي.

طالبانو دا خبردارى هم ورکړى که غوښتنې يې و نه منل شي نو په عمل به لاس پورې کړي.

د طالبانو له لوري د داعش مشر ته دا ليک وروسته له هغه استول کېږي چې د افغانستان په ځینو برخو کې د داعش ډلې د رامنځته کېدو او د دوى او طالبانو ترمنځ د نښتو رپوټونه خپاره شول.

پوښتنه دا ده چې ولې اوس افغان طالبانو د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ته دغه ليک استولى دى، او آيا په افغانستان کې يې د داعش ډلې له رامنځ ته کېدو د خطر احساس کړى؟

زموږ همکار متین سمسور په همدې اړه د افغانستان د څېړونکو شبکې له يوه چارواکي توماس غوطش سره مرکه کړې او لومړى یې ترې پوښتلي چې دغه ليک یې څه ډول وموند.