په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ماشومانو پوره بدني فعالیت څنګه شونی دی؟

له دې به څنګه ډاډه کېږئ، چې ماشومان مو پوره بدني فعاليت کوي؟

ځينې یې د دې فرصت لري چې لوبې وکړي او په بڼوڼو او کوڅو کې وځغلي خو په سکاټلنډ کې يوه لومړني ښوونځي داسې پروګرام رامخکې کړی، چې د ماشومانو ښه جسمي تکړه توب او چاغوالي درملنې لاره ګڼل کېږي.

ساده او اسانه لار، چې هره ورځ په کې درسونه درېږي، او ماشومان په کې بهر ووځي، او د يوه ميل تګ يا ځغاستې هڅه کوي.