په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسلامي دولت ډلې ته د طالبانو خبرداری

د افغانستان طالبانو د داعش يا اسلامي دولت نومې ډلې مشر ته په يو کم ساري ليک کې ويلي پر افغانستان دې کار نه لري.

طالبانو دا ليک وروسته له هغه ليکلی، چې په دې تېره څه موده کې د افغانستان ځينو سيمو کې د طالبانو او داعش ته ژمنو وسله والو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.

گومان کېږي چې اسلامي دولت نومې ډله افغانستان کې د پښو ځای موندلو هڅه کوي.

زموږ همکار سيد عبد الله نظامي د طالبانو د دې ليک په اړه نور جزیات راکوي.