په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اپل شرکت ولې خپرونو او موسیقۍ ته مخه کړې؟

د ټکنالوژۍ لویې کمپنۍ اپل ډېر څه جوړ کړې دي خو په دې وروستیو کې یې د موسیقۍ د ډونلوډ اله (آی ټیونز) تر نورو کمپنیو چې خلک پرې سندرې اوري شاته وه.

اوس اپل هم د خپراوي کاروبار ته مخه کړې، هیله یې دا ده چې کاروونکي به یې خپله د موسیقۍ اورېدو بڼه هم بدله کړي.