په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل ته د ولسونو ترمنځ خبرو په ترڅ کې د پښتونخوا پیغلې سفر

افغانستان ته په سفر تلليو پاکستاني ځوانانو ويلي که دغه ډول تگ و راتگ ډېر شي د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اړېکو په ښه والي کې مرسته وکړي.

په دې وروستيو کې يوه ډله پاکستاني ځوانان کابل ته تللي وو او اوس په دې باور دي چې د ولسونو ترمنځ خبرې او راشه درشه به د سيمې په سوله کې هم مرستندوى وي.

زموږ همکار رحمان الله په پېښور کې له سارا خان سره خبرې کړي چې په دې وروستيو کې کابل ته تللې وه.