په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بشري قاچاقیانو د مخنیوي په موخه د اروپا نوي عملیات

اروپا د بشري قاچاقيانو مخنيوي په موخه د نويو عملياتو اعلان کړی، له هغو کډوالو سره مله کېږو، چې د ايټاليا اتريش پر پوله شمال لور سخت مزل کوي

د اروپايي ټولنې بهرنيو چارو وزيران چې په لوګزمبورګ کې سره غونډ شوي د نويو سمندري عملياتو پيلولو اعلان کړی، چې موخه يې د مديترانې سمندرګي له لارې اورپا ته د کډوالو رسولو کې د بشري قاچاقچيانو مخنيوی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فېډرېکا موګوريني ويلي لومړی پړاو به په راتلونکو ورځو کې پيلېږي، چې پر معلوماتو راغونډلو او زياتې ګزمې به راغونډ وي.