په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې پر ولسي جرګې برید

کابل کې د کورنيو چارو وزارت وايي پر پارلمان يې د طالبانو بريد د ټولو شپږو بريدګرو په وژنه پای ته رسېدلی دی.

بريدګرو لومړی له پارلمان سره نژدې يوه لويه موټر بمي چاودنه کړې او بيا يوې ورڅېرمه ودانۍ ته ورننوتلي وو.

پوليسو په داسې حال کې د پارلمان ودانۍ خالي کړې وه، چې له وسله والو سره په نښته کې وو.

طالبانو ويلي بريد دوی کړی دی. زموږ همکار عبد الله نظامي پرې رپوټ لري.