په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

منځني ختیځ کې له اورپکو سره د بریتانویانو د یوځای کېدو ستونزه

گومان کېږي چې لږترلږه ۷۰۰ بريتانويان له اورپکو ډلو سره يوځای کېدو لپاره منځني ختيځ ته تللي وي.

په بريتانيا کې د توندلارۍ اغېز اوس په يوه جدي اندېښنه اوښتی دی خو نن د مسلمانو ماشومانو لپاره يو نوی درسي نصاب پيلېږي، چې د دغې ستونزې د وختي حل يوه هڅه ګڼل کېږي.