په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوکراین کې د یاغیانو سیمو او نور هېواد تر منځ درز

د اوکراین ختیځ کې په ډېرېدونکې توګه د یاغیانو تر واک لاندې سیمو ته تلل یا ترې وتل ګران شوې دي.

محدودیتونه دومره سخت شوي چې د لومړۍ کرښې دواړو غاړو ته یې خلک او هم مواد ایسار کړې دي.

په اوکراین کې ځینې سیاستوال غواړي چې د یاغیانو سیمې، چې روسیې ته وفاداره دي، بېخي له نور هېواده قطع کړل شي.