په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"وانټ وايګل کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي"

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي د وانټ وايګل ولسوالي يې له طالبانو بېرته نيولې او په دې عملياتو کې يې ۴۰ وسله وال طالبان وژلي او ګڼ نور ټپيان کړي دي. بل خوا ۱۸ پوليس د وايګل ولسوالۍ د نيولو عملياتو کې وژل شوي دي.

زموږ همکار عنايت الحق ياسيني په دې اړه د نورستان له والي سره مرکه کړې ده.