په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ایتیوپیا لومړۍ فضايي څارخونه

ايتيوپيا په ختيځه افريقا کې په دې هڅه د لومړۍ فضايي څارخونې فعاليت پيل کړی، چې ستورپېژندنه ورسره وغوړوي.

د دغه هېواد د فضايي ساينس ټولنې دا تېره څه موده د نژدې څلور ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د پلازمېنې اديس ابابا په څنډو کې له دوو ټېلېسکوپونو پرده پورته کړه.

دغه راز دا نيت هم لري چې په شمال کې د لاليبېلا سيلانۍ ښار کې هم يوه بله فضايي څارخونه جوړه کړي.