په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روسیې د بوسنیا ټول وژنې په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه ليک ویټو کړل

روسیې د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه ليک ویټو کړى دى چې شل کاله وړاندې یې په بوسنیا کې د سربنیڅيا ټول وژنه غندله او نسل وژنه یې بلله.

په هغه پېښه کې ۸ زره مسلمان هلکان او سړي ووژل شول او په مخنيوي کې یې د ملګرو ملتونو پاتې راتلل د دې ادارې په تاریخ کې د تور داغ په ډول یادېږي