په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسراییلو او حماس پر جګړې يو کال تېر شو

په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې دا دی یو کال پوره شو. ملګري ملتونه وايي، هغې جګړې، ۲۲۰۰ فلسطینیان ووژل. ۷۳ اسراییلیانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. جګړې، غزه ډېره ویجاړه کړه او سل زره خلک یې بې کوره کړل. اسراییل او مصر د امنیت په بهانه پر فلسطین سخت بندري بندیزونه ولګول. خو بندیزونو، بیا رغونه ډېره ټکنۍ کړې ده