په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان - راتلونکي ته ورستنېدل

د بي بي سي دا مستند فېلم چې بېلابېلې ويډيوګانې يې نژدې نيمه پېړۍ يو ځای ساتل شوي وې، د افغانستان د زرين پېر کيسه ده.

له دې پرته داسې فېلمونه به ډېر کم وي چې له جنګ جګړو دې خوندي پاتې وي.

دا د يو داسې افغانستان انځورونه دي چې هغه وخت خلک ورسره اشنا وو، يو ريښتينی افغانستان، د ژوند او له هيلو ډکه يوه مسته مځکه.

څه چې په دې انځورونو کې یې ګورو زموږ د کيسې هغه څپرکی دی چې نژدې ټول له ياده وتلی دی.

له سعيدې محمود سره د افغانستان د زرين پېر کيسه.