په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان سولې پلاوی وايي دا ځل به ټينګار پر اوربند وي

افغان چارواکي وايي له طالبانو سره د خبرو دوهم پړاو به دا اوونۍ ترسره کېږي. د افغانستان د سولې شورا وايي دا وار خبرو کې به ډېر ټینګار پر اوربند وي او په دې ناسته کې به یوه مېرمن هم ځای ولري.

د سولې شورا غړی حاجي دین محمد چې د کابل د پلاوي مشري کوي بي بي سي پښتو ټلویزيون سره خبرو کې وویل دوی له هغو طالبانو سره خبرې کوي چې په عملي ډول هېواد کې په جګړه بوخت دي.

حفیظ الله معروف ښاغلی دین محمد د سولې دویم پړاو د غونډې پر جزیاتو پوښتلی او دا چې د افغان حکومت له لوري د پلاوي جوړښت څه ډول دی؟