په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سويز کانال څنګه دوه اړخيز شو؟

مصر د چارشنبې/شورو پر ورځ (د اګست پر ۶ مه) د سویس کانال یوه بله لویه لار پرانیسته، چې ورسره به د مديترانې او سره سمندرګي ترمنځ د اوبو پر دې لار تېرېدا دوه اړخيزه کړي.

هیله ده راتلونکې يوه لسيزه کې به، د اوبو له خپلې دې سټراټيژيکې لارې، ترلاسه کېدونکي عايدات، دوه برابره زيات کړي.

عادل شازېب يې د دې سمندري لارې او هم یې د عايداتو په اړه معلومات ورکوي.