په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"حکمتيار او طالب مشران پاکستان کې دي"

د پاکستان د مشرانو جرگې او د عوامي نشنل گوند د مشرتابه غړى زاهد خان وايي د چين فشار او لېوالتيا په افغانستان کې د سولې امکان پيدا کړى دى. د دوى په باور د ملا عمر مړينه د سولې په خبرو اغېز نه لري. دغه مخکينى سناتور دا هم مني چې افغان طالب مشران او گلبدين حکمتيار په پاکستان کې دي. سناتور زاهد خان د بي بي سي له پښتو تلويزيون سره په مرکه کې د همدې ادعا سپيناوى وکړ.