په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غني: د ځانمرګو روزنېز مرکزونه او بمب جوړونې کارخانې لا په پاکستان کې دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، لا هم د پاکستان په خاوره کې د افغانستان پر ضد د جنګ اعلان کېږي او له دغه ځایه په افغانستان کې بریدونه کېږي، چې په وینا یې دا له یوه ګاونډي هېواد سره څرګنده دښمني ده.

ولسمشر غني همداراز وویل، که پاکستان دا وړتیا نه لري چې طالبان خبرو ته کېنوي، دا وړتیا خو لري چې په خپله خاوره کې د هغوی فعالیتونه بند کړي.

بلخوا، د افغان حکومت اجرايي رییس هم د وزیرانو شورا په غونډې کې په افغانستان کې د پاکستان پر تګلارو نیوکې کړې دي.