په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان ملي ارشيف کې د نسخو نوم ليکنه پیل شوې

د افغانستان ملي ارشیف کې د هغو ليکل شويو نسخو د ثبت يا نوم ليکنې کار پیل شوی چې سلګونه کاله مخينه لري.

چارواکي وايي نژدې درې لسیزې کېږي چې د افغانستان ملي ارشیف د خطي نسخو کتابتون کې د ثبتولو کار نه دی شوی او څېړونکو هم دغو آثارو ته لاسرسی نه درلود، او هيله لري په دې چارې سره به د ملي ارشیف د خطي نسخو د ساتنې لپاره یو اړین ګام پورته شوی وي.

نجما ځلا ملي ارشیف ته ورغلې اوپرې رپوټ لري