په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اروپا ته تلونکي کډوال

د هنګري پوليسو د دغه هېواد جنوب کې د کډوالو تر منځ ټوکېدلې نارامۍ سړولو لپاره اوښکې بهوونکی غاز کارولی دی. پوليس وايي له سربيا سره پولې ته نژدې په روزکې سيمه کې کډوالو وېره لرله چې دوی به د جرمني يا نورو پرمختلليو هېوادونو پر ځای هنګري کې پنا اخيستو ته اړ کړی شي.

د بشري چارو په اړه د ملګريو ملتونو سرمنشي مرستيال له دغو هېوادونو د لا نورې همکارۍ غوښتنه کړې چې له کډوالو سره دې خپلو ټاټوبيو کې د دندو فرصتونه جوړ کړي.