په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اروپا ته د تلونکو کډوالو غميزه

دا تېر ۲۴ ساعتونه د هغو کډوالو لپاره له غميزې سره مله وو، چې اروپايي هېوادونو ته د تېرېدو زيار باسي.

وېره ده سلګونه کسان د ليبيا له سمندرغاړي سره نژدې، د هغو دوو کښتيو له ډوبېدو وروسته مړه شوي وي، چې ۵۰۰ کسان یې لېږدول.

په يوه بېله پېښه کې په اتريش کې پوليسو وروسته له هغه څلور کسان نيولي چې له يوې لارۍ ۷۱ مړي راويستل شول. چارواکي باور کوي چې دا قربانيان قاچاق شوي کسان وو.