فلم اخستونکي نژدې د نړۍ تر ټولو چټک کس چاره کړې وه

د ځغاستې اتل یوسین بولټ تېره شپه وتوانید د ۲۰۰ متريزې نړیوالې ځغاستې په سیالۍ کې د سرو زرو مډال وګټي.

هغه له کټلو وروسته خوشالي کوله چې د یوه چینايي فلم اخیستونکي ګاډی له واکه ووت او له هغه سره یې ټکر وکړ.

یوسین بولټ وايي لږ ګرېدلی چې دومره غټه خبره نه ده.

د مډال اخستلو مراسمو وروسته، ښاغلی بولټ ته د هغه کامرې چلونکي له خوا یو کوچنی سوغات ورکړل شو، چې پرون یې دا لوبغاړی په تېروتنه پرځولی و.

په راتلونکو څو ورځو کې بولټ د نارینوو په ۴۰۰ متريزه سیالۍ کې برخه اخلي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service