اروپا ته احساساتي رسېدل

سږ کال د مدیترانې سمندر له لارې یونان ته د ۲۶۴۵۰۰ تر نیمايي ډېر اوښتي خلک په اروپا کې د مېشتېدو هیله لري. ډېری دغه کسان د ترکیې سمندرغاړي سیمو ته څېرمه له یوناني ټاپوګانو څخه لاس په لاس شوي دي. عکاس فرناندو ډل بیرو ځینې دغه کسان د لیبوس په شمالي څنډو کې لیدلي او انځورونه یې اخیستي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له سمندرغاړې نه پنځوس متره لیرې په اوبو کې د دمشق اوسېدونکی فواد خپل دوه میاشتینی ماشوم پر سر کښېنولی، او د ''آزادي!'' نارې وهي، ګڼ نور مسافر هم د خوښۍ چیغې وهي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سمندرغاړې ته نژدې ځینو کسانو له هغې کوچنۍ کښتۍ ځانونه اوبو ته اچولي، چې له خپلې اندازې ډېر کسان پکې ناست وو.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له ترکیې نه تر ۱۴ کیلومتره اوږده سفر وروسته، دوی له خوښۍ په کالیو کې نه ځایېږي او وچې ته رسېدل لکه کور ته رسېدل داسې ګڼي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ځینو مسافرو له مرګ سره د سفر په اوږدو کې ډغرې ووهلې، خو په پای کې یې د خوښۍ اوښکې تویې کړې. ځینو ویل ترکي سمندرساتونکو پرې د اوبو ناوې ورخوښې کړې او د دوی د ډوبولو هڅې یې وکړې، خو اجل یې پوره نه و.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هغوی چې لامبو نه شوای کولی، سفر ډېر ستومانوونکی ورته تمام شو. ماشومانو ته د ساتېرۍ ځای هم نه و. د سوریې تماره په مالګینو اوبو لمده خیشته ده، خو په ګرمه هوا کې یې کالي ژر وچ شول.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بېړۍ د ورځې په ټکنده غرمه او ګرمۍ کې ورسېدې، په ډېرو بېړیو کې هوا هم نه چلېده، خو د لمر وړانګې پرې د تناره تاو غوندې لګېدې. د طرابلس عجوان خپله دوه ماشومان ورسره نیولي او د ''اوس موږ خوندي یو'' چیغې وهي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ګڼو له هغې بېړۍ سره نژدې ''سیلفي'' انځورونه واخیستل، چې اروپا ته پکې ورسېدل. د انسانانو قاچاق وړونکو له هر بالغ کس نه ۱۰۰۰ یورو اخیستي خو د هر ماشوم مقابل کې یې ۶۰۰ یورو ترلاسه کړي. په یوه بېړۍ کې نژدې ۶۰ کسان لېږدول کېدل.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سوریې ادلب ښار سعد خپل وراره ورسره نیولی او له خپلې خور سره د سمندرغاړې بغل ته په هسکېدو کې مرسته ورسره کوي. سیمه ییز رضاکاران هم له مسافرو سره د بسونو په موندلو کې مرسته کوي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له سمندر نه سړک ته راختل د ۱۳ کیلومتره اوږده سمندرغاړي د سفر یوه برخه ده. بسونو ته د رسېدو لپاره باید ټول ۱۰ کیلومتره پلی مزل وکړي، بوډاګان او چاغ هم باید له خپلو مټو او پښو کار واخلي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له ډېر وخت راهیسې د ترکیې سمندرغاړې سیمې د مسافرو ترشا د لید وړې وې. د سوریې وګړي له جګړې په تېښته دي، خپل بچیان او د اړتیا وړ څیزونه ورسره څکوي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې درې هره ورځ څلور بسونه د مسافرو د لېږد لپاره استول، خو په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰۰ پورې کسان له سمندرغاړې لېږدول کېدل، ځینو آن تر ۶۵ کیلومترو پورې پلی مزل وکړ. سعد او د هغه کورنۍ بختوره ده چې بس کې یې د کښېناستو څوکۍ وموندې.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هر چا چې کابل، دمشق یا بغداد پرېښی او لیسبوس ته رسېدل، له خپل کوره یې ډېر مزل وهلی، خو دا یوازې د یوه بل اوږده سفر پیلامه ده.