په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په اروپا کې د کډوالو حالت

اروپا کې د کډوالو کړکېچ لا په ژورېدو دی.

د اتريش پوليسو ويلي د دوشنبې پر ورځ څه د پاسه درې نيم زره کډوال د اورګاډي له لارې ويېنا ته رسېدلي دي.

د جرمني لومړۍ وزيرې انګېلا مېرکل يو ځل بيا اروپايي کمسيسيون هڅولی له داسې وړانديزونو سره دې رامخکې شي چې د پناه غوښتونکو او کډوالو له کړکېچ سره ځان سم کړی شي.