په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

محمد عامر بېرته لوبډلې ته د ستنېدو حق تر لاسه کړی

د پاکستان کرېکټ لوبغاړی محمد عامر چې په ۲۰۱۰ کال کې د فساد په تور تر پنځو کلونو پورې له لوبېدو منعه شوی و، بېرته لوبې ته دستنېدو حق ترلاسه کړى دى.

نوموړي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې په خپلې تېروتنې پښېمانې ښوولې او د کرېکټ نړیوال ډګر ته یې د ستنېدو هیله څرګنده کړې ده.