په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کډوالو غمیزه: د ډوبو شوو ماشومانو د پلار کیسه

ملګری ملتونه وايي د اروپايي ټولنې هېوادونه بايد د کډوالو کړکېچ پر وړاندې د شريکي سټراټيژۍ يوې برخې په توګه ۲۰۰ زره کډوال ومني.

خو د اروپايي ټولنې مشران د دغو کډوالو بار شريکولو پر سر سره وېشلي دي.

په هنګري کې سلګونه کډوال چې هيله یې درلوده د اتريش جرمني پر لور وخوځېږي، د بوډاپسټ لوېديځ کې بند پاتې دي.

نور چې د بوډاپست اورګاډي تمځي کې دي، اوس وايي اتريش ته په پښو د خوځېدو هوډ لري.

دا په داسې وخت کې چې لا نور خلک فکر کېږي د ليبيا له سمندرغاړي سره نژدې اروپا ته د رسېدو په هڅه مړه شوي وي.

په سوريه کې بیا د دوو ماشومانو او د هغوی د مور مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

دوی د هغوی ترمنځ وو، چې مړي یې د چارشنبې (سپتمبر دوهمه) پر ورځ د ترکیې له سمندرغاړي سره وموندل شول.