په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اقتصادي همکاریو غونډه کې نړیوالو سره د افغانستان ژمنې

افغان ولسمشر اشرف غني ويلي هيله لري چې هېواد کې يې روانه جګړه نژدې راتلونکي کې پای ته ورسېږي.

ښاغلي غني دا خبرې نن (سپتمبر څلورمه) کابل کې د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو ريکا شپږمې غونډې ته د وينا پر وخت کولې.

ده هيله وښوده آسیا یو ځل بیا د نړۍ په یوې مهمې اقتصادي لويې وچې بدله شي او هېواد يې په کې د پیوند ټکى وي.

په دې کنفرانس کې د ۷۰ هېوادونو استازو برخه برخه درلوده.

زموږ همکار اوليا اطرافي کابل کې د مالیې وزارت له ویاند اجمل عبدالرحیمزي نه پوښتلي افغان حکومت به په دې ناسته کې له نړيوالو سره پر څه خبرې کوي؟