په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اورپايي هېوادونه د کډوالو وېش ته چمتو دي؟

د جرمني لومړۍ وزيرې انګېلا مېرکل يو ځل بيا د اروپايي ټولنې ټول غړي هېوادونه هڅولي چې د کډوالو خپله برخه ورسره واخلي.

له دې وړاندې، دې له ځايي حکومتي ادارو سره د مرستې لپاره د اضافه وسايلو او مالي سرچينو اعلان وکړ، چې د نويو خلکو له ور رسېدو سره ځان سم کړی شي.

ډېری دا کډوال له هنګري، اتريش او جرمني ته رسېدلي دي.

په همدې وخت کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دې پخلی کړی چې هېواد به یې ۲۴ زره کډوال مني، او ۱۲۰ زره به د اروپايي ټولنې نورو غړيو هېوادونو کې ځای پر ځای کېږي.