په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې تفریحي پارکونه د نشیانو د پېروپلور پر ځایونو اوښتي

کابل کې داسې اندېښنې په زياتېدو دي، چې د ښار ځیني تفریحي پارکونه يا ساتېرځايونه د نشه يې توکو د پېروپلور او کارولو په خوندي ځايونو بدل شوي دي.

د نشه یی توکو پر ضد مبارزې وزارت د وروستي راپور له مخي په افغانستان کي شاوخوا درې نیم میلیون کسان په نشه یې توکو روږدي دي.

زموږ همکار امیر بریال په کابل کې دې ته کتنه کړې، دا څه دي چې تفریحي پارکونو ته يې د روږدو کسانو د مخې لار پرانيستې ده.