په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ترکیه کې قاچاق وړونکي څنګه د خلکو له بې وسۍ ګټه اخلي

د اروپايي کمېسیون مشر جان کلوډ یونکر نن (سپتمبر نهمه) داسې پلانونه په ډاگه کړل چې د ده په وینا اروپا ته د تلونکو کډوالو کړکېچ ته یو هر اړخیز ځواب دی.

د پلان له مخې به ۱۲۰ زره نور پناه غوښتونکي پر غړو هېوادونو ووېشل شي.

په اعلان کې د هغه سیستم بیا کتنه هم شامله ده چې وايي خلک باید په هغه اروپايي هېواد کې پناه واخلي چې لومړی ورته رسېدلې دي.

د خوندي هېوادونو یو لست به هم جوړېږي چې کډوال به مجبوره وي بېرته ور ستانه شي.

د پولو پر لا ښه تنظیم به هم غور کېږي.

په یوه جلا پرمختیا کې، اسټرالیا هم د لا نورو سوریايي کډوالو منلو لپاره نوي پلانونه اعلان کړل.

له سیاسي بحثونو لرې، د ډېرو کډوالو لپاره حالت اوس هم بد دی او ورانکارې ډلې هم لګیا دي له همدې فرصته ګټه اخلي.

دا ویډیو د ترکیې په سمندر غاړو کې د همداسې څه په اړه ده.