په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

انسان ته ورته درې میلیونه کاله پخواني ژوي

ساینسپوهانو په سوېلي افریقا کې، انسان ته ورته د داسې موجوداتو پاتې شونې موندلي چې ډېر لږ پېژندل کېږي.

دوی جهانسبرګ ته نژدې، په یوه سمڅه کې د ۱۵ اېسکلېټونو برخې موندلي چې وايي ښايي د مړو ښخولو ځای یې وي.

دوی ادعا کوي چې دا موندنې به په دې اړه چې لومړي انسانان څه ډول بشپړ شول او دا بهیر څنګه و، زموږ نظر بدل کړي.