په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غزني کې طالبانو پر زندان بريد کې سلګونه بنديان خوشي کړي

په غزني کې طالبانو پر يوه زندان بريد کړی او په سلګونو بنديان يې ترې ايستلي وو. د طالبانو يوه وياند ويلي په دې بريد کې يې د خپلو مهمو قوماندانو په ګډون څلورنيم سوه کسان خوشي کړي دي.

د غزني د والي مرستيال بيا ويلي طالبانو د افغان ځواکونو درېشۍ اغوستې وې او له چاودنې وروسته زندان ته ورننوتلي وو. سيد عبدالله نظامي يې نور جزييات له کابله راکوي.